د افغانستان شخړه یوه سوله ایز حل ته اړتیا لري
سلام خان سلام خان

نیوریارکر نومې مجلې د جمعې د ورځې په ګڼه کې راپور ورکړې چې د امریکې د ولس مشر بارک اوباما ادارې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو  سره په مستقیمو پټو خبرو اترو لاس پورې کړې دي تر ځو جنګ ختم شی

مجله دا خبرې اترې د اوباما لخوا د یوې داسې هڅې په توګه مشخصې کړې چې غواړي د طالبانو په مشرتابه کې  داسې څیره پیدا کړي چې هغه د سوله په خبرو اترو کې برخه واخلي. پرون د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم وویل چې د افغانستان شخړه یوه سوله ایز حل ته اړتیا لري. په نیویارک کې د یوې وینا په مهال کلنټن وویل چې مونږ د زور په استعمال سره دا جنګ نه شو ګټلې. کلنټن زیاته کړه چې طالبان باید د القاعدې جدا کړای شي،امریکا به هیځکله دومره  دومره سخت دریځی  ونه وژنی  چی له دی لاری جګړه پا ي ته ورسیږې .

دې هیله څرګنده کړه چې طالبان به ځانونه له القاعده شبکې بېل کړي.دې دا هم وویل چې تېرکال د امریکايي پوځیانو د عملیاتو یو هدف دا وو چې طالبان کمزوري او له القاعده شبکې بېل شي او سولې ته حاضر شي

مېرمن کلنټن دا هم وویل چې طالبان په ۲۰۰۱ کال کې هم هغه مهال له دې ډول انتخاب سره مخامخ شول چې د امریکا متحدو ایالتونو پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو رژیم یې د القاعده د مېلمه پالنې په خاطر وپرزاوه

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې وویل:«نن ورځ زموږ د پوځي فشار زیاتېدا او پراخېدا طالبان بیا له ورته پرېکړې سره مخامخوي چې له القاعده سره اړیکې وشلوي، وسله پرمځکه کښېږدي، او د افغانستان په ټولنه کې د جذبېدو لپاره د افغانستان اساسي قانون ومني

مېرمن کلنټن له پاکستان سره د امریکا د اړیکو د سړېدو په منځ کې وویل چې که پاکستان د امریکايي ضد احساساتو مخه ونه نیسي نو هم به په داخل کې د بې ثباتۍ له خطر سره مخامخ شي او هم به په خپل ګاونډي کې د جګړې د پای ته رسولو هلې ځلې زیانمنې کړي

 دډیلي ټیلګراف ورځپاڼې په هغه راپور کی  چی دفبروری دمیاشتی په ۱۴ نيټه خپور شوی دې راغلی دې چې ملا عبدالسلام ضعیف،کوم چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په اسلام اباد کې  سفیر وو او اوس هم د طالبانو د هلوځلو کلکه دفلاع کوي، د افغانستان د شخړې په اړه د بریتانیا له چارواکو سره دخبرو په مقصد وبریتانیا ته  پ سفر کړې دي ،په عین حال کی دبریتانیا ډیرو نورو مطبوعاتو هم افشا کړه چی دطالبانو یو پخوانی  چارواکی چی لا هم دطالبانو له رهبری شورا ه سره اړیکی لری ولندن ته به سفر تللی دي چی دبریتانیا دچارواکو سره په افغانستان کی دجنګ او جګړی دپای ته رسیدو پر لارو چارو خبری وکړې.

 خو دډیلی ټیلګراف دورڅپاڼی د را پور تر خپریدو وروسته سم دستی ملاعبدالسلام ضعیف د نوموړی ورځپاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ چې پراساس یې ویل شوي وو چې په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مودې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د سولې د خبرو لپاره لندن ته بلل شوی دی دیوه جلا بریښنا لیک په طرڅ کی یی چی دتاند وویب پاڼی ته یی دخپریدو په منظور لیږلی دي ویلی دی چی هغه خبر

کوم خبرچې زماپه اړه د برتانیې د ټګراف ورځپاڼې لخواپه ۲۵او۲۶خپورسویدی او په کې ويل سوي دي چې ګواکي زه د برتانیې د خارجه وزارت لخوا او یا د حکومت لخوا د دوی په خبره د سولې د خبرولپاره دعوت سوی یم بې اساسه اوپه غلطومعلوماتو ولاړه اوبې بنسټه خبره ده ماته هیڅکله د برتانیې د حکومت اویا د هغوی خارجه وزارت له لوري داسې بلنه نده راکړل سوې اونه ماته د دوی د سفارت لخوا په مستقیم اوياغیرمستقیم ډول داسې بلنه رارسیدلې ده البته د یوه افغان په صفت که هرڅوک زماسره د سولې په اړه مشوره اوپوښتنې کوې زه د یوه مسلمان اوافغان په توګه د بشرې ناوین د پای ته رسیدولپاره رشتونې مشوره ورکوم خو دا به هیڅ وخت په دې مانانه وي چې زه د چا یا یوې ټولي نمایندګي کوم

ښاغلي ضعیف په عین حال کې بریتانیا ته خپل سفر په زغرده نه دی رد کړی بلکې ویلي یې دي چې دا د ده حق دی چې هر ځای چې یې زړه غواړي سفر وکړي

«زه یو ازاد انسان یم په طبعې ډول یوانسان د نړۍ د نورو انسانانو سره لیده کاته کوې، د ډيرو اړتیاوو لپاره بل ځای ته سفرونه کوې، تجارت کوې، د مریضی دپاره یوځای ته ځې، د دوستانو د لیدلولپاره یوځای ته ځې، په دعوتونو مجلسونواو کنفرانسونوکې ګډون کوې دعادې انسان په توګه دا زماحق دی او دا عادې خبره ده خو دا د دې مانانلرې چې دا به هرومرود یوچانمایندګي کوې

د ټیلګراف ورځپاڼې د خبر تر خپرېدو مخکې تاند د لوېدیځو سرچینو په حواله لیکلي وو چې ولسمشر کرزي ملا عبدالسلام ضعیف له طالبانو سره د خبرو او تماس لپاره ګومارلی دی خو ښاغلی ضعیف وايي چې دی نه د افغانستان له حکومت او نه هم طالبانو سره همکاري لري:

« زما د ټولومطبوعاتوڅخه غوښتنه دا ده چې دوی باید په دې باندې پوی سې چې زه اوس په کوم موقف کې یم زه یوعادې افغان یم،زه پرته دخپله ځانه د هيچا نماینده یا استازی نه یم،زه دهيڅ یواړخ سره اوس عضویت نلرم نه د افغانستان د اوسنی ادارې سره نه د افغانستان د اسلامې امارت سره اونه د افغانستان د خلکواستازی یم، نه د سولې پروسه چې کومه روانه ده له هغه سره کوم تړاو لرم په رشتينې توګه د افغانستان په اوسنې مرداراو دروغژن سیاست کې هيڅ علاقه هم نلرم نوله همدې کبله زماهیله دا ده که زه یوځای ته ځم یا د یوچا سره لیده کاته اوخبره کوم هغه ته بایدغلط اوتبلیغاتي رنګ ورنکړای سې اونه په غلط اوبې بنسټه اساس ولاړ کاذب او درواغجن امیدونه خلکوته ورکړي د مطبوعاتو رسالت باید په رشتونې بنسټ ولاړوې

 ولی د بريتانيا ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې چی دفبروری دمیاشتی په ۱۸ نیټه تازه خپور شوي دی  د افغانستان د سولې په اړوند په يوه مقاله کې چې سرليک يې دی،ولې له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامېږي؟ ليکلي دی چی ملا عبدالسلام ضعیف تیره اوونی لندن ته راغلی وو،خو هیچا دده دهغو ویناوو چی د۲۰۰۱ م کال دسیپټمبر دیوولسمی نیټې له حملو وروسته یی په تلویزیونونو کی کولی چی بن لادن بی ګناه دی مخه ونه نیوله ځکه چی دټولو هیری شوی دې.

خو د ملا عبدالسلام ضعيف راتګ د دې نښه ده چې د لومړي ځل لپاره يو لوېديځ هېواد اجازه ورکوي چې د طالبانو د سخت دريځي رژيم يو پخواني مقام بريتانيا ته راشي

لندن ته د سفر لپاره ملا عبدالسلام ضعيف ته د اجازې په اړه د بريتانيا د حکومت پرېکړه ښيي چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې څومره جدي دي

ډيلي ټيلګراف ورځپاڼه همدا راز ليکي: دا يوازې همدا تېر دوبی وو، چې د ملاعبدالسلام ضعيف نوم د ملګرو ملتونو له تور ليسته وايستل شو، ضعيف د کابل په شاوخوا کې د طالبانو او د اسامه بن لادن د ځواکونو ترمنځ د هماهنګۍ راوستلو په تور څلور کاله په ګوانتنامو زندان کې تېر کړل

خو اوس د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملاعمرترمنځ د پټو خبرو اترو د اصلي لوبغاړي په توګه مطرح دي

د ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې هغه مسله، چې ښايي ملا عبدالسلام ضعيف به د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره پرې  ږغېدلي وي، دا ده،چی دافغانستان دجنوب دیوی برخی دسپارلو په بدل کی به طالبان حاضر شي چي دافغانستان اساسی قانون ومني اوله القاعده او نورو سخت دریځو ډلو سره خپلی اړیکی پری کړي او سولی ته غاړه کیږدې.

ډيلي ټيلګراف د مقالې په پاي کې کښلي، د دې معاملې ملاتړ کوونکي استدلال کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پلويان د سولې لپاره په قدرت کې د طالبانو شريکول مهم بولي بولي او کرزي، چې فکر کوي د سولې موافقه د ده کمزوري مشروعيت پياوړي کوي، له دې سره موافق دي

د ډېرو څارونکو په وینا ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې نوموړی لا هم د وسله والو طالبانو په منځ کې محبوبیت او اعتبار لري،دډیلی ټیلګراف دراپور پراساس ملا عبد السلام ضعیف دبریتا نیا دبهرنیو چارو وزارت په مصرف دسولی پر وړاندیز دخبرو لپاره لندن ته بلل شوی وو،نوموړی ته دسفر پرمهال ویل شوی وو چی له رسنیو سره به خبری نه کوې.دا ټول هغه ځه دی چی ښاغلی ملا ضعیف لا دوړاندی هغه رد کړي دې.

 د سياسي چارو کار پوهانو دامریکا او ځینو نورو خارجی ملکونو په دغه پالیسی باندی چی غواړی دطابانو دځینو مشرانو سره په پټه خبری وکی سختی نیوکی کړی دې هغوی وايي چې که امريکا مخامخ او پرته له دې چې افغان دولت په کې برخه ولري د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره خبرې کوي دا په دې معنا ده چې افغان دولت حاکميت او مشروعيت نه لري. هغوی ویلی دی چی د امريکا دا کار د افغان حکومت حاکميت ته سپکاوى دى او د افغان دولت خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، چې که امريکا رېښتيا هم غواړي له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې وکړي، نو د افغان دولت د سولې د بهير رېښتينى ملاتړ دې وکړي

دبله طرفه د طالبانو له لوري په وروستیو کې په کابل،کندهار،جلال اباد،خوست،اوقندوز کی  بریدونه په داسي حال کې زیات شوي چې د نیویارکر مجلې د وروستي راپور له مخې امریکايي مقاماتو له دې ډلې سره خبرې پیل کړي دي ،دطالبانو دداځو ورځو دبریدونو په هکله دسیاسی چارو کارپوهان ځو  ډوله نظر لرې،یو نظر وایی چی طالبان ښایی دپاکستان داي،ایس،ای په مشوره ددی لپاره دا بریدونه زیات کړې وی چه په شروع شویو خبرو کی زیات امتیازات تر لاسه کړې،او خپل ځان وعمومی میډیا ته قوی وښیې،دوهم نظر بیا وایی چی وسله والو طالبانو ددی لپاره ځانمرګی بریدونه زیات کړي دی چی دنا ټو او افغان ځواکونه په دی ورستیو ور ځوکی په متواتیره توګه وایی چی طالبان دجنګ په جبهوکی دمخامخ جکړی په طرڅ کی دماتی سره مخامخ شوی دې او دهیواد ټول شمالی ولایتونه دهغوی له موجودیت او نفوذ ځخه تصفیه شوی دې

خو ځیني افغان کار پوهان اټکل کوي چې دمخالفینو وروستۍ ړندې حملې چی ملکی خلګوته یی  دسر او مال درانه زیانونه پیښ کړې دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړېدو د خبرونو په وړاندې عکس العمل دی.پاي


February 23rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات